زبور ۵۹
۵۹
نهه پنځوسم زبور
د دښمنانو څخه د خلاصون دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور، وروسته د هغې چې شاوول سړي ولېږل چې د داود کور وڅاري ترڅو هغه ووژني.)
1 ما له خپلو دښمنانو څخه خلاص کړه زما خدایه
ما له هغو خلکو ساته چې حمله کوي په ما
2 ما له خلاصون راکړه له دغو بدکارانو خلکو
راته نجات راکړه له دغو قاتلانو څخه
3 ګوره! دوی راته کمین کې دي چې ومې وژني
زما په ضد راجمع شوي ظالمان خلک دي
خو ما نه هېڅ کومه ګناه یا خطا نه ده شوې ای څښتنه
4 ما کوم غلط کار نه دی کړی خو بیاهم
هغوی تیار دي چې حمله وکړي په ما باندې
را اوچت شه او کومک راسره وکړه
زما غمجن حالت ته وګوره ته!
5 ای څښتن خدایه، ای مطلق قادره
ته یې خدای د اسراییلو
شه رابېدار ورکړه سزا ټولو پردي قومو ته
مه کوه رحم په شریرو غدارانو باندې
6 هغوی ماښام کې راستنیږي بېرته
کله چې ګرځي شاوخوا کې د ښار
لکه د سپیانو په شان غاپي هغوی
7 د دوی ښکنځلو او ګواښونو ته غوږ ونیسه ته
د هغوی ژبې دي د تورو په شان
خو بیاهم فکر کوي دا چې هېڅوک نه اوري خبرې د دوی
8 خو هغوی پورې ته خاندې ای څښتنه
کړې مسخرې ټولو پردي قومونو باندې
9 ای خدایه یې ته زما قوت
زما د امید سترګې دي ستا په لوري
ځکه چې ته یې زما مضبوطه کلا
10 خدای کوي مینه تلپاتې راسره او راته رابه شي
ما به قابل کړي د دې چې شکست ووینمه د دښمنانو خپلو
11 هغوی مه وژنه ای خدایه
هسې نه چې زما د قوم نه د عبرت دا سبق هېر شي
په خپل قوت یې تار په تار کړه ورته ماتې ورکړه
ای څښتنه زمونږ سپره!
12 کله چې دوی کوي خبرې نو ګناه کوي
دوی دې راګېر شي په خپل غرور کې
دا چې ښکنځلې کړي دروغ وایي دوی
13 په خپل غضب سره هغوی نابود کړه
هغوی بیخي نابود کړه
نو بیا به پوه شي هرڅوک چې خدای
کاندي حکومت د یعقوب په نسل
او کړي حکومت په ټول جهان باندې
14 هغوی ماښام کې راستنیږي بېرته
کله چې ګرځي شاوخوا کې د ښار
لکه د سپیانو په شان غاپي هغوی
15 لکه د سپیانو په شان ګرځي دوی خوراک پسې
که ماړه نه شول نو غړمبیږي به بیا
16 خو ستا د قوت په هکله وایمه سندرې به زه
ستا د تلپاتې مینې په هکله به زه
وایم سندرې هر سهار په خوشحالۍ سره
زما دپاره یې مضبوطه کلا
ته د سختیو په وختونو پناه ځای یې زما
17 ای زما خدایه زما قوته زه به د ثنا سندره وایمه ستا
خدای دی زما کلا یعنې مضبوطه کلا
هغه خدای ما سره چې کړي مینه تلپاتې مینه
Currently Selected:
زبور ۵۹: APB
Highlight
Share
Copy
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.