YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۶۰

۶۰
شپېتم زبور
په خدای باندې باور لرل
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «شاهدۍ سوسن» په تال د درس دپاره د داود زبور. دا یې هغه وخت ولیکه چې د بین النهرین او صوبه د سوریایانو په ضد یې جګړه وکړه، او یوآب بېرته لاړ او د مالګې په دره کې یې ۱۲۰۰۰ ادومیان ووژل.)
1 تا مونږه رد کړو خدایه
هم دې کړې ماتې د دفاع ځایونه زمونږ
ته خفه شوی یې له مونږ
اوس مونږه بېرته په خپل حال کړه
2 تا ولړزوله ځمکه
او هغه دې وشکوله
اوس یې بېرته کړه راجوړه
ځکه اوس هغه زنګیږي
3 تا خپل خلک کړاوونو کې اخته کړل
تا راکړل شراب مونږ ته
مونږ یې ړنګ او بنګ کړلو
4 تا اشاره وکړه هغو ته چې عبادت کړي ستا
چې د دښمن د غشو وتښتي دوی
5 په خپل طاقت دې مونږه وژغوره
او قبوله زمونږ دعا کړه
ترڅو نجات ومومي هغه خلک
د هغه چا سره چې مینه کوې
6 د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې
«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړم
او د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې
7 جلعاد زما دی او منسي مې هم دی
دی افرایم مې د زغرو خولۍ
او یهودا مې شاهانه امسا ده
8 خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شان
خپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمه
په فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»
9 څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟
څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟
10 تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟
زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟
11 مرسته مو وکړه د دښمن په خلاف
نه لري ګټه د انسان مرسته
12 مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږ
هغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان

Currently Selected:

زبور ۶۰: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in