YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۶۱

۶۱
یوشپیتم زبور
د خدای حضور ته فریاد کول
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور)
1 زما فریاد واوره ای خدایه
کړه قبوله مې دعا
2 د اخر سر نه د دنیا درته نارې وهمه
داسې حال کې چې مې زړه دی نا امیده
زما نه اوچت ګټ ته مې بوځه ماته راکړه پناه
3 ځکه زما د دښمنانو مقابل کې
ته پناه ځای یې زما هم قوي برج یې زما
4 پرېږده چې واوسم ټول عمر ستا سپېڅلي ځای کې
پرېږده چې اوسم سلامت ستا د وزرونو لاندې
5 ای خدایه، ما چې کوم نذرونه دي ورکړي
تا قبول کړي هغه
تا راته هغه برکت راکړی
چې دې ورکړی دی هغوی ته چې وېریږي ستا له نومه
6 پاچا ته ورکړه اوږد عمر
پرېږده چې پاتې شي تر نسلونو پورې
7 هغه دې وکړي پاچاهي ستا په حضور کې تل ترتله خدایه
تلپاتې مینه او وفا ورکړه چې ویې ساتي
8 نو زه به تل ستا د ثنا سندرې وایم
لکه چې څنګه ورکومه هره ورځ نذرونه

Currently Selected:

زبور ۶۱: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in