زبور ۶۶
۶۶
شپږشپیتم زبور
د شکرګزارۍ او ستاینې سندره
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: زبور او هم یوه سندره)
1 ای د ټولې دنیا خلکو ووهئ د خوشحالۍ چیغې
وکړئ صفت د خدای
2 سندرې وایئ د جلال تاسې د نوم د هغه
ووایئ حمد او ثنا تاسې د هغه جلالي
3 خدای ته ووایئ چې
کوې ته څومره هیبتناک کارونه
څومره دی لوی ستا قدرت
چې دښمنان د ستا له وېرې سجدې کړي تاته
4 د جهان ټول خلک دې کړي عبادت
وایي سندرې د ستاینې تاته
ستا په نامه باندې سندرې د ثنا وایي
5 راشئ او وګورئ چې خدای کړي دي
د انسانانو په خاطر څه هیبتناک کارونه
6 په وچه ځمکه یې بدله کړله سره بحیره
زمونږ نیکونه په سیند واوختل په خپلو پښو
نو کوم کارونه چې انجام کړل هغه
په دې سبب مو هغه ځای کې خوشحالي وکړه
7 پاچاهي په خپل قوت کړي تل ترتله
په نورو قومونو خپل نظر ساتي
راپورته نه شئ د هغه په ضد سرکښو خلکو
8 د دنیا خلکو، زمونږ خدای وستایئ
پرېږدئ ستاینې ستاسې واورېدل شي
9 مونږ یې ساتلي یو ژوندي
نه یې ښویېدلو ته پښې زمونږ پریښې
10 مونږ اچولي یو تا په امتحان کې خدایه
لکه سپین زر چې شي پاک اور باندې
11 تا مونږ په دام کې ګرفتار کړلو
زمونږ په اوږو باندې دې کېښودل درانه بارونه
12 دښمنان دې زمونږ پرېښودل چې پایمال مو کړي
تېر شو په اور او په سېلاب کې مونږه
اخر دې راوستلو مونږ د پرېمانۍ ځای ته
13 زه به ستا کور ته سوځېدونکې قربانۍ راوړم
او د وعدو سره به سم درکړم نذرونه
14 هغه وعدې چې په سختۍ کې مې
پرې خلاصې کړلې شونډې خپلې
او مې په ژبه باندې راوړلې
15 زه به چاغ څاروي کړم تاته وړاندې
د سوځېدونکو نذرانو په څېر
وي به بوی د قربانۍ د پسونو
زه نذرانه به کړم غویان او هم وزان
16 ای ټولو خلکو چې وېرېږئ له خدای راشئ واورئ
زه به خبر کړم تاسو د هغو کارو نه
کړي چې هغه زما دپاره دي
17 وهلې چیغې مې هغه ته د کومک دپاره
او زما ژبې د هغه ثنا صفت بیان کړ
18 که مې په زړه کې ګناهونه خپل ساتلي وای پټ
څښتن به نه وای اورېدلې دعاګانې زما
19 خو په رښتیا خدای اورېدلې دعاګانې زما
قبوله کړې یې دعا ده زما
20 د خدای ثنا وایمه ځکه چې رد کړې یې دعا نه ده زما
او زما نه یې نه ده سپمولې خپله تلپاتې مینه
Currently Selected:
زبور ۶۶: APB
Highlight
Share
Copy
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.