YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۷۵

۷۵
پنځه اویایم زبور
خدای قاضي دی
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال یوه سندره او هم د اساف زبور)
1 مونږه ستا شکر کوو خدایه
شکر کوو مونږه ځکه چې نژدې یې راته
بیانوي خلک ستا عجیبه کارونه
2 وایي خدای چې ما ټاکلی قضاوت دپاره وخت دی
او په انصاف سره به کړم قضاوت
3 که څه هم هر ژوندی موجود به رېږدي
او ځمکه به هم لړزیږي
زه به یې وساتمه ستنې ټینګې
4 لاپو وهونکو ته دا وایم چې نه دې وهي لافې
امر کوم په بدکارانو چې غرور دې نه کړي
5 هغوی ته وایم چې مغرور مه اوسئ
د سرکښۍ په سبب بس کړئ د غرور خبرې
6 سرلوړي نه راځي له شرقه یا له غربه ځینې
او نه له دښتې او بیابانه ځینې
7 بلکې دا خدای دی چې کوي قضاوت
ورکوي یو ته سرلوړي بل ته ذلت
8 څښتن نیولې ده پیاله په لاس کې
چې کړې یې ډکه د قهر له ترخو شرابو
چې اچوي یې څښتن او ټول بدکاران یې څښي
باید یې وڅښي بدکاران تر اخري څاڅکي
9 خو زه به هېڅکله بس نه کړمه خبرې
د یعقوب د خدای په هکله
او ورته وایمه سندرې به زه
10 هغه به مات کړي ټول قوت د بدکارانو
خو قوت به زیات شي د نېکانو

Currently Selected:

زبور ۷۵: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in