27
اوويشتم باب
د حضرت اِسحاق حضرت يعقوب له برکت ورکول
1چې کله اِسحاق ضعيف شو او نظر يې کار پرېښودو، هغۀ خپل مشر زوئ عِيسو راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اے زما زويه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”جى، زۀ حاضر يم.“ 2اِسحاق ورته وفرمائيل چې، ”ګوره، زۀ ضعيف يم او کېدے شى چې زر وفات شم. 3خپل غشى او لينده راواخله، بهر پټو ته لاړ شه او زما دپاره ښکار وکړه. 4ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه او ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“ 5چې کله اِسحاق عِيسو ته دا خبرې کولې، نو رِبقې اورېدلې. او چې عِيسو پټو ته ښکار دپاره لاړو، 6نو رِبقې يعقوب ته ووئيل، ”ګوره، ما ستا د پلار نه د عِيسو سره دا خبرې واورېدې چې، 7ما له د ښکار غوښه راوړه او ما له يې پخه کړه. چې کله هغه وخورم، نو د مرګ نه مخکښې به د مالِک خُدائ په وړاندې خپل برکت تا له درکړم.“ 8رِبقې ورته وئيل، ”اوس زما زويه، زما خبره واوره او چې څۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. 9رَمې ته لاړ شه او دوه څاربۀ د چېلۍ بچى راونيسه، نو زۀ به ترې مزېدار خوراک پوخ کړم کوم خوراک چې ستا د پلار ډېر خوښ دے. 10هغه تۀ خپل پلار له يوسه چې يې وخورى، نو د مرګ نه مخکښې به هغه تا له خپل برکت درکړى.“ 11خو يعقوب خپلې مور ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې د عِيسو په څرمن وېښتۀ شته خو زما په څرمن وېښتۀ نشته. 12کېدے شى چې زما پلار ما له لاس راوړى او هغۀ ته پته ولګى چې زۀ يې دوکه کوم، نو زۀ به په خپل ځان د برکت په ځائ لعنت راوړم.“ 13د هغۀ مور ورته ووئيل، ”زما زويه، ستا لعنت دې په ما شى، بس هغه څۀ وکړه څۀ چې زۀ درته وايم، لاړ شه او ما له د چېلۍ بچى راوله.“ 14نو هغه لاړو او هغه يې راونيول او خپلې مور له يې راوستل او د هغۀ مور هغه مزېدار خوراک پوخ کړو کوم چې د هغۀ د پلار ډېر خوښ وو. 15بيا هغې د عِيسو هغه خاص جامې راواخستلې، چې کومې هغې ورله په کور کښې ساتلې وې او خپل کشر زوئ يعقوب ته يې ورواغوستلې. 16هغې د چېلۍ د بچو څرمنې د هغۀ لاسونو او د هغۀ څټ ته هم ورواغوستلې چرته چې وېښتۀ نۀ وُو. 17رِبقې هغۀ له هغه مزېدار خوراک ورکړو او چې کومه روټۍ يې پخه کړې وه هغه يې هم ورکړه. 18بيا يعقوب خپل پلار له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”ښه، تۀ زما کوم زوئ يې؟“ 19يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ ستا مشر زوئ عِيسو يم، ما هم هغه شان کړى دى چې څنګه تا ما ته وفرمائيل. اوس لږ کښېنه او د ښکار غوښه وخوره چې کومه ما درله راوړې ده، نو تۀ به ما له خپل برکت راکړې.“ 20اِسحاق ورته وفرمائيل، ”زما زويه، دومره زر تا ښکار څنګه وکړو؟“ يعقوب جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ، ستا خُدائ پاک زۀ کامياب کړم.“ 21اِسحاق يعقوب ته وفرمائيل، ”زما زويه، لږ رانزدې شه چې تا له لاس دروړم. تۀ په رښتيا عِيسو يې څۀ؟“ 22يعقوب خپل پلار ته ورنزدې شو، هغۀ له يې لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”ستا آواز د يعقوب د آواز په شان دے، خو ستا لاسونه د عِيسو د لاسونو په شان دى.“ 23هغۀ يعقوب ونۀ پېژندلو، ځکه چې د هغۀ لاسونه د عِيسو په شان د وېښتو نه ډک وُو. يعقوب هغۀ له د برکت په ورکولو وو، 24خو چې بيا يې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په رښتيا عِيسو يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ عِيسو يم کنه.“ 25اِسحاق وفرمائيل، ”ما له د ښکار غوښه لږه رانزدې کړه. چې زۀ هغه وخورم، زۀ به تا له خپل برکت درکړم.“ يعقوب ورله هغه راوړه او هغۀ ورله څۀ مے هم څښلو له راوړل. 26بيا د هغۀ پلار هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، رانزدې شه او ښُکل مې کړه.“ 27چې هغه ښُکلولو له ورته راغلو په اِسحاق د هغۀ د جامو بوئ ولګېدو، نو هغۀ خپل برکت ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”واه واه، زما د زوئ وږمه د پټو د بوئ په شان ده کوم له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے. 28خُدائ پاک دې تا له د آسمان نه پرخه درکړى او ستا زمکه دې شنه کړى، هغه دې تا له ډېره زياته غله او مے درکړى، 29قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“
د حضرت عِيسو د حضرت اِسحاق نه برکت غوښتل
30چې کله اِسحاق خپل برکت ورکول ختم کړل، نو چې څنګه يعقوب لاړو، نو د هغۀ ورور عِيسو د ښکار نه راغلو. 31هغۀ هم مزېدار خوراک پوخ کړو او هغه يې خپل پلار له راوړو. هغۀ وفرمائيل، ”پلاره، لږ راپاڅه او د ښکار غوښه وخوره چې کومه ما تا له راوړې ده، نو چې تۀ ما له خپل برکت راکړې.“ 32اِسحاق تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا مشر زوئ عِيسو يم.“ 33اِسحاق ويرېدو او ټول رپېدلو او هغۀ تپوس وکړو، ”نو بيا هغه څوک وو، چې ښکار يې وکړو او هغه غوښه يې ما له راوړه؟ ستا د راتلو نه لږ مخکښې ما هغه وخوړه. ما هغۀ له خپل آخرى برکت ورکړو، نو دا د هغۀ د همېشه دپاره دے.“ 34چې کله عِيسو دا واورېدل، هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل او وې فرمائيل، ”اے پلاره، ما له هم خپل برکت راکړه.“ 35اِسحاق جواب ورکړو، ”ستا ورور راغلو او دوکه يې کړم. هغۀ ستا برکت وړے دے.“ 36عِيسو وفرمائيل، ”په دې کښې هيڅ شک نشته د هغۀ نوم يعقوب دے. دا دوېم ځل دے چې هغۀ زما ځائ په چل نيولے دے، اول يې زما د مشرۍ حق واخستو او اوس يې زما برکت هم واخستو. تا زما دپاره برکت نۀ دے پرېښے څۀ؟“ 37اِسحاق جواب وکړو، ”ما هغه په تا اختيارمن کړے دے او ما د هغۀ ټول خپلوان د هغۀ نوکران کړى دى. ما هغۀ له غله او مے ورکړى دى. زما زويه، اوس داسې هيڅ هم نشته چې ستا دپاره يې زۀ وکړم.“ 38عِيسو خپل پلار ته سوال زارى کوله، ”پلاره، تا سره صِرف يو برکت وو څۀ؟ پلاره، ما له هم برکت راکړه.“ هغۀ ډېره زياته ژړا شروع کړه. 39بيا اِسحاق هغۀ ته وفرمائيل، ”ستا دپاره به د آسمان نه پرخه نۀ وى، ستا دپاره به زمکه شنه نۀ وى. 40تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“ 41عِيسو د يعقوب سره کينه ساتله، ځکه چې د هغۀ پلار، يعقوب له د هغۀ برکت ورکړے وو. هغۀ د خپل ځان سره وفرمائيل، ”زما د پلار مرګ نزدې دے، چې کله زما پلار وفات شى نو بيا به زۀ يعقوب ووژنم.“ 42خو رِبقه د خپل مشر زوئ عِيسو د دې خبرې نه خبر شوه، نو هغې يعقوب راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”دا خبره واوره. ستا ورور عِيسو بدل اخستل غواړى او تا وژل غواړى. 43نو زما زويه، څۀ چې زۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے، 44او د هغۀ سره د څۀ وخت دپاره پاتې شه، چې ستا د ورور غصه سړه شى 45او چې د هغۀ هغه څۀ هېر شى چې تا ورسره کړى دى. بيا به زۀ څوک درولېږم چې تا واپس راولى. زۀ دې خپل دواړه زامن په يوه ورځ ولې بايلم؟“
د حضرت اِسحاق د حضرت يعقوب لابن له لېږل
46رِبقې اِسحاق ته ووئيل، ”زۀ د عِيسو د بل مُلک د ښځو په وجه په خپل ژوند کښې تنګه يم. کۀ يعقوب هم د دې مُلک د حِتۍ ښځو نه د يوې حِتۍ ښځې سره وادۀ وکړو، نو د دې نه به بيا زما دپاره مرګ ښۀ وى.“