28
اتۀويشتم باب
1اِسحاق يعقوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل او هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې. 2سمدستى مسوپتاميه ته، د خپل نيکۀ بتواېل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابن د لوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه. 3قادر خُدائ دې ستا وادۀ بختور کړى او ډېر اولاد دې درکړى، نو تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې. 4هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“ 5نو ځکه اِسحاق يعقوب په مسوپتاميه کښې، لابن له ولېږلو، چې هغه د بتواېل آرامى زوئ وو او د رِبقې ورور وو، کومه چې د يعقوب او عِيسو مور وه.
د حضرت عِيسو بلې ښځې سره وادۀ کول
6عِيسو ته دا پته ولګېده چې اِسحاق يعقوب له برکت ورکړے وو او د ښځې لټولو دپاره يې هغه مسوپتاميه ته لېږلے دے. هغۀ ته دا هم پته وه چې کله اِسحاق هغۀ له برکت ورکړو نو يعقوب له يې حُکم ورکړو چې، ”د يوې کنعانۍ ښځې سره به وادۀ نۀ کوې.“ 7هغۀ ته پته ولګېده چې يعقوب د خپل پلار او مور خبره منلې ده او مسوپتاميه ته تلے دے. 8نو عِيسو پوهه شو چې د هغۀ د پلار اِسحاق کنعانۍ ښځې خوښې نۀ دى. 9نو هغه د اِبراهيم زوئ اِسمٰعيل له لاړو او د هغۀ لور محلت سره يې وادۀ وکړو، چې هغه د نبايوت خور وه.
د حضرت يعقوب په بيتايل کښې خوب ليدل
10يعقوب د بيرسبع نه لاړو او د حاران په طرف روان شو. 11نمر په پرېوتو وو چې هغه يو خاص ځائ ته راغلو او په هغه شپه هلته پاتې شو. هغه د خوب دپاره څملاستو او خپل سر يې په يو کاڼے کېښودو. 12هغۀ په خوب کښې وليدل چې يوه پوړۍ د زمکې نه آسمان پورې ختلې ده او دا يې هم وليدل چې د خُدائ پاک فرښتې په دې باندې بره ښکته، ختلې او راکوزېدلې. 13او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې. 14هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم. 15ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“ 16يعقوب د خوب نه پاڅېدو او وې فرمائيل، ”بېشکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“ 17هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“ 18کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى. 19هغۀ په هغه ځائ بيتايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو. 20بيا يعقوب د خُدائ پاک سره وعده وکړه، ”کۀ تۀ زما مل يې او په دې سفر کښې زما حِفاظت کوې او ما له خوړلو له روټۍ راکوې او اغوستلو له جامې راکوې، 21او کۀ زۀ په حِفاظت سره بيا د خپل پلار کور ته راشم، نو تۀ به زما خُدائ پاک يې. 22دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“