20
شلم باب
د حضرت عيسىٰ د اختيار په حقله تپوس
1يوه ورځ چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې خلقو له تعليم ورکولو او ورته يې زيرے اورولو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورله راغلل. 2او هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“ 3عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ 4چې د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د طرف نه وه او کۀ د انسان؟“ 5په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ چرې مونږ ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟ 6خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“ 7نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ 8نو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”بيا به زۀ هم دا درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.“
د انګورو باغ او د باغوانانو مِثال
9نو بيا عيسىٰ خلقو ته دا مِثال تير کړو چې، ”يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، او زميندارانو له يې په اجاره ورکړو او يو بل مُلک ته د ډيرې مودې دپاره لاړو. 10کله چې موسم راغلو نو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د انګورو د پېداوار برخه وصول کړى خو زميندارو هغه ښۀ ووهلو او خالى لاس يې واپس ولېږلو. 11هغۀ بيا بل نوکر ورولېږلو خو هغوئ هغه هم ووهلو او بېعزته يې کړو، او تش لاس يې واپس ولېږلو. 12هغۀ بيا درېم سړے ورولېږلو خو هغه يې هم زخمى کړو، او بهر يې وغورزولو. 13بيا د انګورو د باغ مالِک ووئيل چې اوس ما له څۀ کول په کار دى؟ زۀ به خپل خوږ زوئ ورولېږم. شايد چې د دۀ خاطر وکړى. 14خو هر کله چې اجاره دارو هغه وليدو نو يو بل ته يې ووئيل، دا د باغ وارث دے، راځئ چې مړ يې کړو او ميراث به يې مونږ ته پاتې شى. 15نو اجاره دارو هغه د انګورو د باغ نه بهر وغورزولو او مړ يې کړو. نو بيا تاسو دا ووايئ چې د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ وکړى؟ 16هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.“ هر کله چې هغوئ دا واورېدل نو وې وئيل، ”خُدائ مۀ کړه.“ 17خو عيسىٰ ورته نېغ نېغ وکتل او وې فرمائيل، ”نو بيا د صحيفو د دې عبارت څۀ مطلب دے، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو“؟ 18هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په هر چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“ 19د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
قيصر له محصُول ورکول
20نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى. 21هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”اُستاذه، مونږ په دې خبر يُو چې تۀ څۀ وائې او کوم تعليم چې ورکوې هغه ټيک دے او د هيچا طرفدارے نۀ کوې خو په رښتيا سره د خُدائ پاک د لارې تعليم ورکوې. 22نو بيا مونږ ته دا ووايه چې د روم قيصر له محصُول ورکول روا دى او کۀ نه؟“ 23عيسىٰ د هغوئ په چل پوهه شو نو ورته يې وفرمائيل، 24”ما ته د سپينو زرو يوه سيکه وښايئ. په دې د چا تصوير دے او د چا نوم؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“ 25عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ښۀ ده، قيصر ته خپل حق ورکړئ او خُدائ پاک له خپل.“ 26دغه شان د خلقو په وړاندې د دوئ دا کوشش چې هغه په خبرو کښې راګېر کړى کامياب نۀ شو، او د هغۀ په جواب هغوئ حق حېران او غلى پاتې شول.
د بيا ژوندى کېدلو په باب کښې تپوس
27بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل. 28او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. 29نو اوس اووۀ وروڼه وُو. وړومبى وادۀ وکړو او بېاولاده مړ شو. 30بيا دوېم هغې ښځې سره وادۀ وکړو، 31بيا درېم هغې سره وادۀ وکړو هم دغه شان اووۀ واړه مړۀ شول خو د يو هم اولاد ونۀ شو. 32آخر هغه ښځه هم مړه شوه. 33د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى ځکه چې اووۀ واړو وروڼو ورسره وادۀ کړے وو؟“ 34عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دې دُنيا سړى او ښځې وادۀ کوى، 35خو هغه څوک چې د بلې دُنيا لائق ګڼلے شوى دى، هغوئ به نۀ وادۀ کوى نۀ به وادۀ کيږى. 36ځکه چې د هغې نه پس به هغوئ نۀ مرى، هغوئ به د فرښتو په شان وى. ځکه چې هغوئ د مرګ نه پس بيا راژوندى شوى دى نو ځکه د خُدائ پاک بچى ګڼلے کيږى. 37او دا چې مړى به راژوندى کولے شى، دا خو موسىٰ په خپله هم د جاړو د سوزولو په واقعه کښې بيان کړے دے چرته چې د مالِک خُدائ په حقله فرمائى، ”د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک.“ 38نو هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے، بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. د هغۀ په نزد ټول ژوندى دى.“ 39په دې د شرعې ځينو عالمانو ووئيل، ”اُستاذه، ډېر ښۀ دې ووئيل.“ 40او د دې نه پس په چا کښې دا جرأت نۀ وو چې د هغۀ نه بل سوال وکړى. 41بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”هغوئ بيا دا څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟ 42ځکه چې داؤد په خپله په زبور کښې فرمائى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته کښېنه، 43ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“ 44داؤد خو په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“
د شرعې عالمان ملامته کول
45د ټولو خلقو په وړاندې عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، 46”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل غواړى. 47هم دا هغه خلق دى چې د کونډو مالونه خورى او د ريا اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به د ټولو نه سخته سزا مومى.“