زبور ۳

۳
درېم زبور
د مرستې دپاره سهارنۍ دعا
(د داود زبور، کله چې هغه د خپل زوی ابشالوم څخه تښتېدلی ؤ)
1 څومره ډېر مې دښمنان دي ای څښتنه
څومره ډېر دي چې زما په ضد پاڅیږي
2 زما په هکله کړي خبرې او دوی وایي:
«خدای به ونه ژغوري هغه»
3 خو څښتنه په خطر کې ګردچاپېره مې ته سپر یې
راکوې کامیابي ماته، راکوې زړورتیا ماته
4 زه فریاد کوم څښتن ته د کومک
راکوي هغه ځواب د سپېڅلې غونډۍ خپلې
5 زه څملمه ویده کېږم
ټوله شپه ساتي څښتن مې
6 نه وېرېږم له زرګونو دښمنانو
چې راتاو له هرې خوا نه دي پر ما
7 ای څښتنه زما پاڅه!
ومې ژغوره زما خدایه
ژامې ماتې کړه زما د دښمنانو
او غاښونه وباسه د بدکارانو
8 د څښتن له خوا خلاصون ورکول کیږي
په خپل قوم باندې دې وي ستا برکت

انتخاب شده:

زبور ۳: APB

های‌لایت

به اشتراک گذاشتن

کپی

None

می خواهید نکات برجسته خود را در همه دستگاه های خود ذخیره کنید؟ برای ورودثبت نام کنید یا اگر ثبت نام کرده اید وارد شوید