زبور ۴

۴
څلورم زبور
د مرستې دپاره ماښامنۍ دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور)
1 ای زما دفاع کوونکی خدایه
ته قبوله زما دعا کړه
په سختۍ او په تنګۍ کې
وکړه تا راسره مرسته
مهربان اوسه پر ما
او زما واوره دعا
2 ترڅو به تاسو سپکوئ ما خلکو؟
ترڅو به تاسو خوښوئ دا بې ارزښته شیان؟
ترڅو به ګرځئ په دروغو پسې؟
3 تاسې پوه شئ څښتن کړل غوره
وفادار خلک د ځان دپاره
کله چې کړمه زه دعا قبلوي یې هغه
4 وېرې نه ولړزېږئ نوره ګناه مه کوئ
کله چې تاسو خپل بستر کې غلي پرېوځئ
په دې هکله ژور فکر وکړئ
5 وکړئ مناسبې قربانۍ د خپل څښتن لره
او په هغه باندې توکل وکړئ
6 ډېر خلک پوښتنه کړي او وایي چې
«څوک به وي چې وکړي خپل احسان په مونږ؟»
ای څښتنه وځلوه نور دې د خپل ځان په مونږ
7 تا ماته دومره خوشحالي راکړې
چې دي زیاتې د غلو او د شرابو حاصل د هغوی
8 څملم او ویده به شم په سوله کې
ای څښتنه صرف ته یې چې خوندي به مې ساتې

انتخاب شده:

زبور ۴: APB

های‌لایت

به اشتراک گذاشتن

کپی

None

می خواهید نکات برجسته خود را در همه دستگاه های خود ذخیره کنید؟ برای ورودثبت نام کنید یا اگر ثبت نام کرده اید وارد شوید