Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۱۱

۱۱
یوولسم زبور
په څښتن باندې باور
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
1 زه په څښتن لرم باور، هغه به وساتي ما
څنګه تاسو ماته دا ویلی شئ:
«والوزه مرغۍ په شانتې غرونو ته
2 بدکارانو تیار کړي دي خپل غشي
هم راکش کړې یې لیندې خپلې دي
چې د تیارې نه پرې نېکان وولي
3 که ویجاړ شي بنیادونه
څه به وکړي بیا نېکان؟»
4 څښتن په خپل سپېڅلي کور کې دی
د هغه تخت پاس په اسمان کې دی
هغه ټول خلک څاري په هرځای کې
او پوهیږي چې دوی څه کوي
5 اخلي امتحان د بدکارانو او نېکانو نه
کوي نفرت د هغه چا چې زورزیاتی خوښوي
6 وروي به سرې سکروټې او ګوګړ په بدکارانو
وي په برخه به یې بادونه سوځوونکي
7 څښتن نېک دی خوښوي نېک عملونه
د څښتن دیدن به وکړي چې کوي نېک کردارونه

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۱۱: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Kesaa

Mapịa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye