Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۱۴

۱۴
څوارلسم زبور
د انسان بدکاري
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
(زبور ۵۳)
1 کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته
هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه
دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
2 له اسمانه څښتن ساتي خپل نظر په انسانانو
ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل
چې رجوع وکړي خپل خدای ته
3 خو هغوی ټول ګمراهان شول
ورسره هم فاسدان شول
دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
یو هم نه کړي نېک کردار
4 څښتن کړي دغه پوښتنه:
«ایا دوی هېڅ نه پوهیږي؟
بدکاران ټول جاهلان دي؟
زما خلک داسې خوري دوی
لکه وږي چې ډوډۍ خوري
هېڅ دعا نه کوي ماته»
5 خو په دوی به وېره راشي
ځکه خدای مل دی د نېکانو سره
6 بدکاران د عاجزانو پلانونه شنډوي
خو څښتن یې ساتندوی دی
7 کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونه
برکت چې کله بیا ورکړې څښتنه خپل ولس ته
بیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شي
اسراییل به په دې کار سره خوشحال شي

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۱۴: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Kesaa

Mapịa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye