Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۶

۶
شپږم زبور
د تکلیف په وخت کې د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره چې دروند اواز لري د داود زبور)
1 مه په قهرېږه ای څښتنه او ما مه رټه ته
په خپل غضب سره دې ماته سزا مه راکوه
2 زه یم کمزوری ای څښتنه، په ما رحم وکړه!
ماته شفا راکړه څښتنه، چې هډوکي ټول خوږیږي زما
3 څښتنه زه ډېر په کړاو کې یمه
دا به ترڅو پورې تر کومې به وي؟
4 ای څښتنه زما! راشه ما وژغوره
په خپلې مینې دې له مرګه ما راخلاص کړه
5 کله چې څوک مړ شي بیا تا نه شي یادولی
ګور کې هېڅوک نه شي ستا ثنا بیانولی
6 په زګېروو شومه زه ستړی
هره شپه مې بستر لوند وي په ژړا
هم مې لوند بالښت په اوښکو
7 دید مې ډېر کمزوری شوی له غمو
زما سترګې پړسېدلې له ژړا نه
په سبب د دښمنانو
8 ای بدکارو خلکو، لېرې شئ له ما
اورېدلې ده څښتن ژړا زما
9 د کومک دپاره واورېده څښتن فریاد زما
کړي قبوله به هغه دعا زما
10 زما دښمنان به ټول شرمیږي
او وېریږي به ډېر
هغوی به تښتي ناڅاپي
په رسوایۍ سره

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۶: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Kesaa

Mapịa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye