Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۸

۸
اتم زبور
د خدای لوی والی او د انسان وقار
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د داود زبور)
1 ای څښتنه، زمونږ باداره!
په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی
ستا ثنا او صفت رسیږي تر اسمانه
2 ماشومان او تي رودونکي ماشومان
ستا د لویۍ سندرې وایي
تا جوړه کړې ده قوي کلا د خپلو دښمنانو په ضد
هم په خپله چوپ کوې مخالفان خپل
3 کله چې وګورم اسمان ته چې جوړ کړی دی تا
ستوري سپوږمۍ ته چې ځای په ځای کړي دي تا
4 نو انسان څه دی چې ته یې خیال ساتې؟
فاني انسان چې ته پرې پام ساتې؟
5 ځان پسې دوهمه درجه دې ده ورکړې ده ته
تاج د عزت او شان شوکت دې ورته ایښی په سر
6 تا مقرر کړل دوی په هرڅه چې جوړ کړي دي تا
د دوی په واک کې دې ورکړي ټول شیان دي
7 هم دې ورکړي ټول پسونه او غویان
او وحشي حیوانات
8 هم د هوا مرغان او د دریاب ماهیان
دا ټول مخلوقات چې په دریاب کې ګرځي
9 ای څښتنه، زمونږ باداره!
په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۸: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Kesaa

Mapịa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye