Akara Njirimara YouVersion
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۱۲

۱۲
دولسم زبور
د مصیبت په وخت کې د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره چې دروند اواز لري د داود زبور)
1 مرسته وکړه ای څښتنه!
دیندار خلک پاتې نه شول
وفادار انسانان ورک شول له دنیا نه
2 دروغ وایي یو بل ته هغوی ټول
هغوی یو بل غولوي په چاپلوسۍ
3 غوړه مالې ژبې غوڅې کړه څښتنه!
بندې هم لاپوکې خولې کړه چې وایي
4 «مونږ په خپلو ژبو شو ګټلی هرڅه
مونږ ویلی شو هرڅه چې مونږ یې غواړو
هېڅوک نه شي کړای زمونږه مخنیوی»
5 «خو به زه راپاڅېږمه اوس» څښتن وایي
«دا په دې چې په غریبانو ظلم کیږي
محتاجان کوي زګېروي له خپله درده
ورته ور به کړم امنیت چې په ارمان یې دي»
6 د څښتن ټولې وعدې داسې سوچه دي
لکه اووه ځله چې سپین زر
په داشونو کې سوچه شي
7‏-8 ۷-۸ بدکاران دي په هرځای کې
ټول ستاینه کړي د بدو
ای څښتنه، مونږه تل په امن ساته
مونږه وساته له دا رنګه کسانو

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۱۲: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Kesaa

Mapịa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye